لیک – ستوری خان
که دوی یې په خپله ونه غواړي نو دا ډیره سخته ده چې توضیع کوونکي یا نیټورک مارکټران وهڅول شي. موخې انسان هڅوي نه بلکې د لوري لارښوونه ورته کوي. موخې مارکټرانو ته یا توضیع کوونکو دا په ګوته کوي چې دوی کوم لوري ته تلل غواړي او څه شی ترلاسه کول غواړي.
نو که مونږ له خپلو نوو توضیع کوونکو څخه وپوښتو چې “ هیله کوم خپلې موخې ولیکه.”
توضیع کوونکی به کاغذ ته ګوري او هیڅ شی به ونه لیکي. ولې؟
ولې توضیع کوونکي (نیټورک مارکټران) له موخو ټاکلو انکار کوي او له پامه یې غورځوي؟
ممکن دوی دا فکر کوي چې “که زه يه دې کې ناکام شم.” یا “آیا زما فکر کول (موخې)ډیر لوی دي؟” یا “آیا یو څوک به په ما پورې وخاندي؟”
لویید دالې په نوم یو لیکوال ددې د حل په اړه داسې حل لاره وړاندې کوي.
هغه ددې پاره د “راځئ داسې فرض کړو.” جملې کارولو سپارښتنه کوي.
هغه نوو توضیع کوونکو نه پوښتنه کوي چې حقیقت له پامه وغورځوئ او یواځې داسې فرض کړئ چې هر څه ممکن دي.
دا به ستاسې نوي توضیع کوونکي دې ته تیار کړي چې په ډیرې چټکی سره خپلې موخې ولیکي او تاسې به وکولی شئ چې دوی ته سم لوری ور په ګوته کړئ. که ستاسې توضیع کوونکی غلط لوري ته اشاره کوي نو تاسې به اړ نه یاست چې هغه وهڅوئ.
د نوي کال د پاره د موخو ټاکلو وخت رانیږدې دی نو سر له اوسه د خپلو موخو په ټاکلو تمرین پیل کړئ.