لیک – ستوری خان
۱ – د ګټیالیو خلکو یوه شبکه (نیټورک) پیدا کړئ:
تاسې په یوازې ځان خپلو خوبونو ته نشی رسیدلئ. تاسې چې کله په پرېوتي حالت کې یاست یا هم د بریا د لمانځنې په حالت کې یاست، تاسې خلکو ته اړتیا لرئ.
که ستاسې نیټورک وغواړي چې تاسې ګټوونکي شئ نو تاسې ګټوونکي یاست.
۲ – په خپل ځان باور ولرئ:
ستاسې باطن ستاسې د ژوند په اړه تر تاسې ډیر پوهیږي. که یو څه سم درته ښکاري نو تر سره یې کړئ. که یو څه سم نه درته ښکاري نو ددې تر شا حتماً دلیل شتون لري.
ایمرسن وایي، “په ځان باور ولرئ، هر زړه لکه د اوسپنې د تار په څیر لړزه لري.”
۳ – ډیرې پوښتنې وکړئ:
ډیری خلک ځکه پوښتنې نه کوي چې په پوښتنو کولو ځان ورته احمق ښکاري.
مګر دا ډیر بې مانا فکر دی.
که تاسې په یو څه پوهیدل غواړئ نو ددې بیخ (تل) ته ځان ورسوئ. تاسې د ډیرو خلکو امرونو منلو ته اړتیا نه لرئ. تاسې له ډیرو خلکو پوښتنو کولو ته اړتیا لرئ.
۴ – په هغه څه چې کار کوئ دوه چنده کار وکړئ:
ما د مشتریانو په اړه مثبته پایله ځکه ترلاسه کړې ده چې ما “نه” وئیل زده کړي دي.
که تاسې هر کار ته “هو” وایی نو ممکن غوره کار درنه پاتې شي. د هغه څه په اړه تاسې یې کول غواړئ دقیق ځان پوهه کړئ.
۵ – په پروسه باور ولرئ:
تاسې ممکن څو لسیزې نور ژوند وکړئ. تاسې شاید په زرګونه فرصتونه ولرئ. تاسې به هغه ستونزې چې نن یې لرئ بیخي هیرې کړئ که تاسې هڅې کولو ته دوام ورکړئ. دا په حقیقت کې ناشونې ده چې تاسې بند پاتې شئ. بس حرکت ته دوام ورکړئ.
۶ – په هوښیارتیا سره یې انتخاب کړئ چې د چا سره کار کول غواړئ:
د غلطې ملګرتیا (شراکت) پرته مو هیڅ شی له منځه نشي وړلئ.
هغه خلک انتخاب کړئ چې تاسې پرې باور لرئ، کار ورسره کول غواړئ او د عمل خلک وي.
غلطو خلکو سره شراکت او ملګرتیا مو عمر خوري.
سمو خلکو سره شراکت او ملګرتیا مو ټول ژوند در جوړوي.
۷ – “نه” ووایئ:
تاسې دا زده نه کړئ چې څنګه خلکو ته “نه” ووایئ نو هیڅوک به تاسې جدي وانخلي.
هغه خلکو ته چې ستاسې انرژي له منځه وړي په “نه” وئیلو کې هیڅ د ملامتی احساس مه کوئ.
وخت ستا دی او دا ډیر محدود دی. تاسې ددې انتخاب کوئ چې څوک ستاسې د وخت ارزښت لري.
۸ – پیسې ښه شی دی مګر هر څه نه دي:
پیسې به تاسې خوشالولی کړي. مګر د اصل ټکی دا دی چې د کورنۍ پام ساتل، د ځان احترام ساتل، مینه، روغتیا او هدف درلودل تاسې د ټول عمر د پاره خوشاله ساتي.
۹ – هر څه د یو دلیل (سبب) له مخې پیښیږي:
تاسې ته وئیل شوي و چې نه، ځکه چې دا هغه ځای نه و چې تاسې باید هلته اوسیدلي وای.
تاسې ته وئیل شوي و چې هو، ځکه چې دا هغه ځای و چیرې چې تاسې په دغه وخت کې باید اوسیدلی وای.
د ماتې په څېر هیڅ شی نیشته. یوازې کوچني درسونه دي چې یوه ورځ به په بریا بدل شي.
۱۰ – یو څوک د خپل کاروبار د جوړولو د پاره تاسې ته اړتیا لري:
تاسې باید دا فکر ونه کړئ چې تاسې کافي ښه نه یاست. دا ریښتیا نه دي. تاسې هغه خلکو ته چې اړتیا درته لري په پایلو ورکولو کې کافي ښه یاست. هدف غوره والی نه دی، هدف د نورو په ژوند کې یو مثبت بدلون راوستل دي.