لیک – ستوری خان
د پلور زده کولو زما ژوند را بدل کړو.
د کاروبار زده کولو زما ژوند را بدل کړو.
د خلکو سره اړیکو جوړولو زما ژوند را بدل کړو.
نو لنډه دا چې د ژوند په هره برخه کې د مثبت بدلون رامنځته کولو د پاره زدکړه خورا اړینه ده او په دې لیکنه کې زه تاسې ته د پلور، پیسو ګټلو او اغیز درلودلو د زده کولو اته لارې درښیم.
۱ – تاسې باید یو همکار شریک ولرئ یا هیڅ شریک ونه لرئ. دریم انتخاب شتون نه لري.
۲ – د پیسو ګټلو د پاره، تاسې باید ارزښتناک واوسئ. زما د پلور مهارتونو ماته بشپړ مالي خوندیتوب راکوي.
۳ – تل د هغه څه اخري پایلې وپلورئ چې تاسې یې پلوری. نه د محصول په زړه پورې والی.
۴ – د باور رامنځته کول او خپله سابقه جوړول هغه څه دي چې تاسې به د پلور په مسلک کې بډایه کړي.
۵ – ډیری خلک هیڅ وخت په خپلو خوبونو پسې نه ځي ځکه چې دوی د نورو د افکارو له مخې تړل شوي وي.
۶ – واښه چې څومره زرغون ښکاري تر دې ډیر نه زرغونیږي. یعنې یوه لاره تعیقب کړئ او په هر پړق وهوونکي شي پسې مه ځغلئ.
۷ – په کاروبار او پلور کې وده ددې ذهنیت سره رامنځته کیږي، “زه اوس په دې کار کې ښه یم مګر په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید لا غوره شم.”
۸ – خلک په ژوند کې ځکه بائیلونکي کیږي چې دوی د خپل کاروبار یا فرصت په اړه د نورو سره خبرې نه کوي. په دې کې ځان ماهره کړئ او خبرې وکړئ.
دا یې اساسي برخې دي مګر ددې ترڅنګ دا هم باید په یاد ولرو چې پلورل یو لنډمهاله مهارت نه دی. دا هغه مهارت دی چې ټول ژوند به له تاسې سره وي.
زه له کافي مودې د پلور په برخه کې کار کوم. ډیری وختونه ددې په اړه انلاین زوم ویبنارونه یا جلسې مخته وړم. زه به نور هیڅکله له ۹ تر ۵ بجو سنتي دنده ونه کړم او د پلور په برخه کې ارزښتناک مهارت لرم چې له مخې یې خپل ژوند په خپله پرمخ بیایم.
اجازه راکړئ یوه لنډه کیسه درته وکړم.
زه له ډیر وخت نه د یو انلاین شرکت سره کار کوم چې دغه شرکت د بازارموندنې چارې پرمخ وړي او دې شرکت د مشتریانو سره د خبرو اترو کولو په برخه زما مهالویش بیخي را ډک کړی دی. ددوی پکیجونه له ۵۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې دي او د هر پلور پر سر زه تر ۱۵ سلنې ترلاسه کوم.
دا چې دوی بازارموندنه کوي نو هغه خلکو چې ما ورسره ددې په اړه خبرې کولې ددې د پیلولو په اړه خورا لېوالتیا درلوده او زما د پلور کچه هم ورسره لوړه وه. د هغو خلکو چې ما ورسره خبرې کولې او دا فرصت مې ورته معرفي کولو له ۳۰ تر ۴۵ سلنې یې په دې کاروبار کې ګډون وکړو. په اوسط ډول که ووایم نو دا د یو څو اوونیو خبره وه چې ما د ۹ تر ۵ بجو دندې په پرتله دلته ښه عاید ترلاسه کړو.
مګر د سازش توطئې برخه یې دا ده چې ولې مونږ ته په ښوونځي کې دا هر څه نه ښودل کیږي؟
حقیقت دا دی چې هغه خلک په ریښتیا سره ګټوونکي دي هغه خلک دي چې بیلا بیلې لارې یې تعقیب کړي او پرې تللي دي. انلاین پلور یو متفاوته لاره ده او دې لارې زما د پاره هر څه بدل کړل.
له هغه وخت چې ما دا بدلون ترلاسه کړئ دئ او له ډیرو هغو خلکو سره چې د ۹ نه تر ۵ بجو سنتي دندو له لارې د ژوند د لوړیدونکو اخراجاتو یا مصارفو او د انفلاسیون د لوړوالي سره مبارزه کوي، ما خبرې کړې دي ما د انلاین کاروبار داسې یو فرصت رامنځته کړی شو چې مسلکي پلورونکو ته اړتیا لري او مونږ ډیری خلکو ته په دې اړه ښوونه او روزنه ورکړې ده چې څنګه دوی کولی شي د دغو لوړ عاید لرونکو فرصتونو او انلاین پلور څخه ګټه پورته کړي.
که تاسې هم غواړئ دداسې یو بهیر سره یو ځای شئ نو خان نیټورک ستاسې د پاره یو غوره ادرس دی کوم چې نه یوازې تاسې ته په دغه برخه کې ښوونیز پروګرامونه لري بلکې له زدکړې وروسته درته د عملي کار کولو د پاره زرین فرصتونه هم لري.