لیک – ایریک وورې
ژباړه – ستوری خان
د ډوپلیکیشن امکانات خورا په زړه پوري دي!
که مونږ وکولی شو یوازې یو څو خلک دې کاروبار ته راولو چې دوی هم یو څو خلک راولي او هغوی هم یو څو خلک راوړي …
نو مونږ کولی شو شتمن شو!
دا په نظر ډیر ښه ښکاري، سمه ده کنه؟
په هرصورت، ډیری وختونه دا په دې طریقه کار نه ورکوي.
ولې؟
دا ددې مسلک د احصایې لوبه ډاټا مونږ ته وایی …
د هرو ۱۰۰ کسانو ویشونکو یا توزیع کوونکو څخه:
اویا کسان یې مصرفوونکي دي:
دوی یوازې محصولات اخلي او کاروي یې او صفر کسان استخداموي.
شل کسان یې ټولنیز نوم لیکنه کونکي دي: دوی محصولات کاروي او یوازې دوه یا درې کسان په خپل کاروبار یا ټیم کې استخداموي …
پینځه کسان یې پرچون پلورونکي دي:
دوی ډیری محصولات پلوري او یوازې په خپل ژوند کې درې تر پینځو کسان استخداموي.
درې کسان یې ګمارونکي دي:
دوی پیرودونکو باندې پلور ترسره کوي او د دوی خدمت کوي او دوی په اوسط ډول له شپږ تر نهه کسانو استخداموي او روزي.
دوه کسان عالي استخداموونکي دي:
دوی د خپل مسلک په جریان کې لس یا ډیر د کاروبار یا نیټورک رامینځته کوونکي خلک راولي. اوسط استخدام یې په حقیقت کې ۲۷ کسان دي.
عالي استخداموونکي په ګډې بازارموندنې کې د ټولو ګمارلو کسانو ۷۰ سلنه خلک راولي.
که مونږ دا شمیرې لسو ته بدلې کړو، نو مونږ لاندې پایلې ترلاسه کوو …
۷ کسان یې مصرفوونکي دي.
۲ کسان یې ټولنیزه نوم لیکنه کوونکي دي.
۵ کسان یې پرچون پلورونکي دي.
۳ کسان یې استخداموونکي دي.
۲ کسان یې عالي استخداموونکي دي.
لکه څنګه چې تاسې لیدلی شئ، تاسې تمه نشئ کولی چې هرڅوک چې تاسې یې استخداموئ په بو سلنه خلکو کې به وي.
مګر په دې کې یو ښه اړخ هم شتون لري …
د ګډې بازارموندنې غوره دوه سلنه خلکو ته د رسیدو لپاره، تاسې ټول باید لس کسان استخدام کړئ.
او دا یوازې یوه پریکړه ده.
تاسې کولی شئ دا د لیوالتیا، لږ مهارت او ځینو هڅو سره ترسره کړئ.
نو اوس چې تاسې شمیرې پیژنئ ، د یادولو لپاره ۳ مهم شیان شتون لري …
تاسې کولی شئ دا احصایې د خپل ټیم لپاره بدلې کړئ، په ځانګړې توګه که دا یو کوچنی ټیم وي.
څومره چې ستاسې ټیم لوی وي، هومره به دا د احصایو په څیر ښکاري.
لاندې کوچني بدلونونه کولی شي ستاسې په ډوپلیکیشن کې لوی توپیر رامینځته کړي.
بیلګئیزه یا مثالي رهبري وکړئ.
د خلکو د پاره ښه روزنېز سیسټمونه برابر کړئ.
ژر تر ژره خپل خلک یا د ټیم غړي له مصرفوونکو څخه عالي استخداموونکو ته واړوئ.
د سرعت یا چټکتیا کلتور رامینځته کړئ.