لیک – ستوری خان
زه له تېرو لسو کلونو راهیسې د پلور (نیټورک مارکټینګ) په برخه کې په کار بوخت یم. او زه په شخصي توګه د پلور په عاید کې د ۲۵۰٪ زیاتوالي شاهد یم.
په پلور کې بریالیتوب د یو شی څخه ترلاسه کیږي.
د خرڅلاو په اړه روزنه.
دلته د وړاندوینې وړ عاید رامنځته کولو لپاره څو ازمایل شوې لارې درته ښایم:
۱. د ټیم د هر غړي درک کول:
د غوره او منځنۍ کچې روزنې ترمنځ توپیر په ذهنیت جوړولو کې دی.
روزونکي باید په انفرادي ډول د ټیم د غړو په اړه د پوهیدو لیوالتیا ولري ترڅو په مؤثره توګه د دوی د پراختیا او ودې لپاره روزنیز مواد چمتو کړي.
روزونکي باید په دې پوه شي چې د دوی ټیم څنګه زدکړه کوي، څنګه فیډبیک ترلاسه کوي، او کوم خنډونه د دوی د پرمختګ مخه نیسي.
بیا د خپل ټیم په الهام او هڅولو تمرکز وکړي ترڅو کوچنګ یا زده کولو ته غاړه کیږدي او په دوامداره توګه دوی خپل مهارتونه ښه او غوره کړي.
څومره چې د مهارت کچه ښه کیږي، همدومره د پلور عاید هم ورسره لوړیږي.
۲. لومړی د ټیم مشر – تګلاره:
د وخت په تیریدو سره د پلور میتودولوژي د ساتلو لپاره، روزنه په ټولو کچو کې اړینه ده، د لومړۍ لیکې مدیرانو څخه نیولې تر لوړ پوړي مشرتابه پورې.
په هرصورت، د ښه روزونکي په توګه په میتودولوژي باور ستاسې د پوهې او باور سره پیلیږي.
مشران باید مثالي رهبري وکړي او ټیم ته د تمې سره سمه روزنه ورکړي، دا ډاډ ترلاسه کړي چې نوې تګلاره ساده او اغیزمنه ده.
دا په دې مانا ده چې هغه څه چې تدریس کیږي باید د هرچا لپاره عملي وي.
د وړاندوینې وړ چلند د اټکل وړ عاید د تولید لامل کیږي
۳. روزونکي هم روزنې ته اړتیا لري:
په استازو پانګونه باید د دوی په مشرانو د پانګونې سره پیل شي.
لکه څنګه چې د پلور استازي (توضبع کوونکي) د خپلو مهارتونو ښه کولو ته اړتیا لري، همدا ډول روزنه هم یو مهارت دی چې باید تمرین او اصلاح شي.
احصایې ښیي چې په روزنه باندې پانګونه اووه چنده بیرته راستنیدنه لري.
که چیرې په مشرتابه یا د بورډ په غړو د کوچینګ لپاره پانګونه وشي نو تصور وکړئ چې پایلې به یې څه وي؟
په یاد ولرئ: روزنه یوازې د تدریس مهارتونه نه دي، دا د مهارتونو ښه کول او لا غوره کول دي.