لیک – ایرېک وورې
ژباړه – ستوری خان
په نیټورک مارکټینګ کې ستاسې “ګرم بازار” یا Warm Market ته رسیدل، یا هغه خلکو ته رسبدل چې تاسې یې واقعیاً ښه پیژنئ، لکه ستاسې د کورنۍ غړي او نږدې ملګري، تر څو ستاسې سره په یاد فرصت کې بو ځای شي خورا نا آرامه کوونکي د اعصابو خوراک او فشار لرونکی کار وي.
ولې؟
ځکه چې تاسې پوهیږئ چې دوی به تاسې سره په اړه سخت وي او ستاسې د تیر وخت پراساس به ستاسې په اړه قضاوت کوي.
نو زه غواړم په دې لیکنه کې تاسې ته یو خورا ساده طریقه در وښایم چې تاسې یې د ریښتینې پایلو ترلاسه کولو لپاره کارولی شئ.
ستاسې هدف دا دی یا وي چې ستاسې کورنۍ او ملګري د ځان سره ملګري کړئ ترڅو ستاسې ملاتړ وکړي او دوی په پیرودونکو بدل کړئ.
ددې کار د پاره دا لاندې ګامونه تعقیب کړئ.
لومړی ګام: د دوی ستاینه وکړئ. رښتیني اوسئ!
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، “زه پوهیږم چې مونږ ټوکې سره کوو او یو بل په عذابوو، مګر زه پوهیږم چې زه ستاسې په زړه کې ځای لرم او زما تر شا ولاړ یاست، او زه واقعیاً ستاسې ددې کار ستاینه کوم.”
دوهم ګام: زیان منونکي اوسئ.
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، “زه په یو کاروبار یا فرصت کې شامل شوی یم او زه واقعیاً ددې اقدام په اړه خوښ یم، مګر زه یو څه وارخطایي او ویره هم لرم.”
دریم ګام: دوی د توزیع کونکي کیدو لپاره د مشتريانو له لست څخه لرې کړئ.
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، ” اندیښنه مه کوئ، زه نه غواړم چې تاسې زما په ټیم کې واوسي او زه به په تاسې هیڅ داسې فشار نه راوړم چې زما په اداره یا ارګان کې واوسئ.”
څلورم ګام: له دوی څخه وغواړئ چې یوازې یو ځل ستاسې پیرودونکي شي.
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، “دا به زما لپاره یوه نړۍ مانا ولري که تاسې یوازې یو ځل زما پیرودونکي واوسئ. زه یوازې له تاسې څخه غوښتنه کوم چې دا محصول امتحان کړئ او ماته خپل نظر راکړئ.”
پنځم ګام: کله چې دوی موافق شي، چې دوی به شي. مننه ترې وکړي او د دوی د نظر غوښتنه وکړئ.
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، “له تاسې ډیره مننه، او زه واقعیا ددې ستاینه کوم. مهرباني وکړئ ماته د محصول په اړه خپل نظر راکړئ.”
شپږم ګام: له دوی څخه وغواړئ چې په تاسې فشار راوړي.
د بیلګې په توګه داسې ورته ووایئ، “دا کاروبار زما لپاره بالکل نوی دی. ایا ته به ما وهڅوي او ما ته انګیزه راکړې چې هغه څه وکړم چې زه یې کولی شم؟ ایا تاسې به په ما نظارت وکړئ؟”
دا ممکن تاسې ته ډیر ګامونه ښکاره شي، مګر دا خبرې اترې به یوازې څو دقیقې وخت ونیسي!
اوس نو یو څو ځله ددې تمرین وکړئ او بیا ووځي او خپل “ګرم بازار” ته ورشئ!
حتماً به مثبتې پایلې ترلاسه کوئ.