لیک – موردي کوټس
ژباړه – ستوری خان
دا جرئت ته اړتیا لري چې د آرامۍ ساحه پریږدئ، دا جرئت ته اړتیا لري چې خپل خوبونو تعقیب کړئ، دا جرئت ته اړتیا لري چې د یادولو وړ ژوند وکړئ. مرګ ډېر اسانه دی، ژوند کول جرئت غواړي.
دا جرئت ته اړتیا لري چې وده او ټول هغه څه چې تاسې یې په برخلیک کې لری وکړئ، دا جرئت ته اړتیا لري چې د امکاناتو نه ګټه واخلئ، دا جرئت ته اړتیا لري چې هغه څه چې تاسې یې غواړئ تعقیب کړئ. دا هر څه ودرول خورا اسانه دي، دا جرئت ته اړتیا لري تر څو چې تاسې سر ته ونه ورسیږئ ختلو ته دوام ورکړئ.
خپلو ناکامیو ته د کتلو لپاره همت ته اړتیا ده خو بیا هم هڅه کول غوره دي، له سختو مخالفتونو سره مقابله کول همت غواړي خو بیا هم مبارزه کول غوره دي، د درد زغملو لپاره همت پکار دی خو بیا هم ځواکمن کېدل غوره دي. غورځېدل ډېر اسانه دي، ولاړېدل جرئت غواړي.
که هڅه مو وکړه او له ماتې سره مخ شوی، که مو پلان جوړ کړ او ومو لیدل چې پلانونه مو ناکامه دي.
په یاد ولرئ چې هغه لویو خلکو چې زمونږ څخه یې مخکې ژوند کولو ټول د زړورتیا محصول وو.
زړورتیا په دې مانا نه ده چې تاسې ویره مه کوئ، دا په دې مانا ده چې تاسې اجازه مه ورکوئ چې ستاسې ویره ستاسې مخه ونیسي.
د ژوند لوی شیان چې تاسې یې ډیره هیله لرئ د ویرې په هغه بل اړخ کې دي، تاسې جرئت ته اړتیا لرئ چې تعقیب یې کړئ او مالکیت یې ولرئ.
د هغو ډاریدونکو کسانو په ډله کې مه اوسئ چې نه عظمت ترلاسه کوي، نه ماتې تجربه کوي، نه د بریالیتوب څخه خوند اخلي او نه د ناکامۍ څخه درسونه زده کوي.
میدان ته ووځئ، دا د ژوند د پیلولو وخت دی. د خپلو ویرو سره مخ شئ، خپلې جګړې سره وجنګیږئ، دا د فتح کولو وخت دی، دا هغه څه دي چې تاسې ترې جوړ شوي یاست، له همدې امله تاسې دلته یاست.