لیک: ستوری خان
۱. يو ښه کوچ یا ښوونکئ اووسئ:
نیټ ورک مارکټینګ د ډوپلیکیشن یا غبرګولو (مانا هر کس باید دوه کسان ثبت کړی) کاروبار دې. هغوئ چې په دغه کاروبار کښې بریالی شوی دی خپل د بریا رازونه له نورو سره شریکوی نو تاسو د هغوی دغه رازونه واورئ او ولولئ او بیا کټ مټ هغه څه وکړئ چې دوئ یی درته وایی. له بده مرغه په لومړیو کښې زه هم یو ښه کوچ نه وم. په سنتی کاروبار کښې ډیر ښه وم او ما فکر کاوه چې دلته به هم هغسې کار وکوم او په نیټ ورک مارکټینګ کښې به بریالی وم. خو زه غلط وم. ولې چې ما خپلو رهبرانو یا لیډرانو ته غوږ نه نیوه او په لومړیو کښې مې لکه بریالی نیټ ورکټرانو غوندې هیڅ پیسې ونه ګټلې. بریالی نټ ورکران شته چې دا هر څه یی په سمه توګه مخ ته وړی دی په لومړیو کښې یی هم ګټه کړې ده نو له دې کبله زما مشوره هم دا ده چې زدکړه وکړئ، غوږ ونیسئ او یو ښه کوچ اووسئ.
۲. خپلو خوبونو، موخو او مقصدونو ته وده ورکړئ:
څېړونو دا خبره په ډاګه کړې ده چې ډیر کم خلک دی چې خپل خوبونه او موخې لیکی خو هغوې چې خپلې موخې بیا لیکی په لوړه کچه بریا هم تر لاسه کوی.
اول د خپل ځان د پاره خپل خوبونه معلوم کړئ او که چیرې وخت او پیسې ستاسې د پاره خنډونه نه وی مانا دا ستونزې مو حل وی نو ستاسې ژوند به څرنګه وی؟ خپل هغه کور چې تاسې یی خوب وینئ په جزیاتو سره تشریح کړئ، مثلا د هغه موټر، چکر ځایونو، ژوند او داسې نورو شیانو چې تاسې یی خوب وینئ یو ذهنی انځور جوړ کړئ.
له دغو خوبونو بیا خپلې موخې جوړې کړئ. خوب یو لوی انځور دې او موخې ددغه لوی انځور هغه وړې ټوټې دی چې په راټولو سره یی تاسې دغه لوی اڼخور ته د حقیقت بڼه ورکوئ. د بیلګې په ډول، داسې به ووایو چې تاسې د یو داسې موټر اخیستلو خوب وینئ چې ۲۲۵۰۰۰ ډالره بیه لری او هره میاشت باید ۳۸۰۰ ډالره ورکړې. نو ددغه خوب د ریښتیا کولو د پاره باید کوم ګامونه پورته کړل شی؟
ښکاره خبره ده چې ستاسو په عاید کښې باید لوړوالئ راشی، نو ستاسې موخه باید دا وی چې تاسې د خپل عاید په لوړوالی فکر وکړئ چې ۱۰۰۰۰ ډالرو ته لوړ کړئ.
بل دا چې تاسې باید خپلې موخې په وړو وړو برخو کښې تقسیم کړئ په پورتنئ بیلګه کښې مو وویل چې عاید باید ۱۰۰۰۰ ډلرو ته لوړ کړو. هره ورځ باید په خپلو خوبونو، موخو او کارونو باندې تمرکز وکړو تر څو کارونه په سمه توګه تر سره کړو.
۳. کار وکړئ او خواری وکاږئ:
د نورو صنعتونو په پرتله شاید نیټ ورک مارکټینګ ډیر میلونران پیدا کړی او دا خلک د بیلا بیلو کمپنیو او طریقو له لارې خپل کاروبارونه مخ ته یوسی خو دوئ ټول یو ګډ کار کوی هغه دا چې خواری کاږی، په نیټ ورک مارکټینګ کښې یو څوک په چټکه توګه نه مالداره کیږی خو که خواری وکاږی نو دا کار ګران هم نه دې.
یو ځانګړئ توپیر چې ما د نیټ ورک مارکټینګ په ناکامو او بریالیو خلکو کښې لیدلی دې هغه دا دې چې ناکام خلک دغه کاروبار د یو شغل په شکل کښې یوازې په اضافی وخت کښې تر سره کوی او بریالی خلک دغه کار د یو کاروبار په شکل کښې هره ورځ په پوره پاملرنې او خوارئ سره تر سره کوی.
داسې به ووایو چې وروسته د خپل مهال ویش د ارزیابی کولو نه تاسې یوازې د اووني ۱۰ ساعته وخت خپل کار ته اوباسئ. خپل ورځنئ مهال ویش او پلان وګورئ او وخت قید کړئ خو په یاد ولرئ چې د ایمیل لیدل او په انټرنټ کښې پلټنې د کار برخه نه حسابیږی. نیټ ورک مارکټینګ د نوو مشتریانو سره لیدل، هغوئ ته د خپلو امکاناتو یا کاروبار په اړه معلومات ورکول، ددوئ تعقیبول، دوئ راجستر کول یا ثبتول، دوئ ته زدکړه ور کول او ددوئ سره مرسته کول دی.
په پیل کښې تاسې باید ۹۰٪ وخت د نوو مشتریانو سره په لیدو، دوئ ته د خپل کاروبار په اړه د معلوماتو په ورکولو، ددوئ په تعقیبولو او ددوئ په ثبتولو باندې ولګوئ. کله چې تاسې خپل نیټ ورک جوړ کړو نو بیا تاسې زیات وخت ښوونې یا ټرینینګ او مرستې ته ورکولی شئ. خو په یاد ولرئ چې هیڅ کله هم د نوو مشتریانو لټه بنده نه کړئ کنه نو کاروبار به مو له مینځه لاړ شی.
۴. په دوامدار توګه ادامه ورکړئ:
اکثره نیټ ورک مارکټران په لومړیو کښې تسلیم شی. دوئ تمه لری چې په لومړئ میاشت کښې به ۱۰۰۰۰ ډالره وګټی او چې کله یی ونه ګټي نو کار پریږدی. خو دا یی هېر وی چې د نیټ ورک مارکټینګ کاروبار جوړول وخت نیسی. تاسې باید د ډیرو خلکو سره اړیکه ونیسئ، ډیر معلومات یا پریزنټیشنې ورکړئ او د ډیر ځل رد کیدو حوصله اوصبر ولرئ. که څه هم هغه کسان چې په دوامداره توګه خپل کار ته ادامه ورکوی بریالی کیږی.
که چیرې تاسې په بریالئ توګه سیستم ډوپلیکیټ یا دوه جنده کوئ نو یوازینئ شی چې تاسې له بریا جلا کولئ شی هغه وخت دې. که تاسې ته هر څه تیاره ښکاری نو وارخطا کیږئ مه بلکې حرکت ته مو ادامه ورکړئ، یو بل زنګ ووهئ، یو کس بل سره هم خبرې وکړئ، یو ځل بیا یو کس تعقیب کړئ. که تاسې د یوې سمې کمپنئ یا شرکت سره کار کوئ نو تاسې باید تسلیم نه شئ ځکه چې تاسې په تدریجی ډول سره بریالی کیدای شئ.
۵. په میلونونو ملګری پیدا کړئ:
یوې مشورې یا نصیحت چې زما سره یې په نیټ ورک مارکټینګ کښې بیخی ډیره مرسته کړې ده هغه دا وه چې د داسې فکر سره ووځه چې د میلونونو ډالرو په ځای میلونونه ملګری پیدا کړې. ته په نیټ ورک مارکټینګ کښې هغه وخت بریالی کیدای شې که چیرې ته د نورو سره مرسته وکړې چې دوئ بریالی شی. نو هڅه وکړه چې نوی ملګری پیدا کړې او مرسته ورسره وکړې چې ستا په کاروبار کښې در سره هغوئ هم بریالی شی. خپلې اړتیاوې او غوښتنې هیرې کړه او ددې په ځای ددغو ملګرو خدمت وکړه. دغه ته د خدمت رهبری یا لیډرشپ وایی. څومره چې ډیر ملګری پیدا کوې او خدمت یی کوی همدومره ته په نیټ ورک مارکټینګ کښې بریالی یی.
د بریا دغه پینځه لومړنی اوصول دی، زه باوری یم چې ستاسو سپانسر یا آپلاین (هغه څوک چې تاسې یی دغه مسلک ته رابللی یاست) به خپل یو لست لری نو تاسې له هغوی هم باید پوښتنه وکړئ چې هغوی څنګه په خپل کار کښې بریالی شوی دی.