ژباړه: ستوری خان
زه به درته د ارزښتناک ټیم د جوړولو دوه چټکې لارې وښایم.
۱. روښان او ازاد فکره خلک وګوره یا ولټوه.
ددې خبرې پروا مه لره چې ستا مشتری به تا ته « نه » ووایی.
ما هیڅ کله ددې پرواه نه ده کړې چې څوک به زما خبرې ته « نه » ووایی، ریښتیا مې هم ددې پرواه نه ده ساتلې خو ددې دا مانا نه شوه چې زه د انسانانو پرواه نه ساتم بلکې ددې دا مانا چې زه ددې پرواه نه ساتم چې دوئ زما په خبره دغه کاروبار ته راځی او که نه.
هر څوک ستاسې مشتری نه دې او دا یوه روانی خبره ده. زما موخه دا ده چې ډیری داسې کسان شته چې تاسې به یی په خپل ټیم یا ډله کښې اصلآ نه غواړئ چې در سره وی.
نو ددې په ځای چې زه هر څوک خپل ټیم ته راولم دا ګورم چې څوک روښان آندی یا ازاد فکر والا دی.
که یو څوک د ازاد فکر خاوند وی نو دا غوره خبره ده او که نه وی نو هیڅ پرواه نه کوی، مخکښې ځه او یو بل کس سره وګوره.
زه دوئ هم نه خفه کوم او نه ورته وایم چې ته ډیر احمق وې چې په دغه کاروبار کښې دې ونډه وانخیسته، زه دوئ ته دا بد احساس نه ورکوم او داسې به و هم نکړم.
دا د خپل کاروبار د سمولو او پراخولو سمه لاره هم نه ده.
زه به یوازې دومره ورته ووایم چې، ښه سمه ده، هیڅ ستونزه نیشته خو که ته داسې څوک پیژنې چې غواړی د ځان د پاره د عاید یوه بله لاره هم ولری نو کولئ شې راته یی معرفی کړې.
۲. له ډیرو خلکو سره وغږیږه:
دوهمه لاره دا ده چې د ډیرو خلکو سره ووینه او خبرې وکړه.
ډیری خلک چې ماته ووایی چې زه غواړم په خپل شرکت کښې تر ټولو ډیر عاید لرونکئ ووسم نو زه ورته وایم چې دا خو ډیره ښه خبره ده خو دا راته ووایه چې په تېره اوونۍ کښې دې څو کسانو سره خبرې کړی دی او د خپل شرکت یا ددې د تولیداتو په اړه دې معلومات ورکړی دی؟؟
که چېرې یی راته یوه شمیره هم وښودله نو دا سمه ده، قضاوت نه کوم خو داسې نه شی کیدای چې په تش ویلو سره دا کار وشی ځکه چې دا داسې اسانه هم نه ده.
دا داسې ده لکه یو څوک چې ووایی چې زه غواړم شپږ پیکه ادام ولرم خو سره ددې چې زه به هره ورځ ښه ډیر د کلیزو کیکونه هم وهم، دا نه شی کیدای او دا سازګاره خبره هم نه ده.
له دې به غوره دا وی چې تاسې داسې ووایی، زه غواړم ډیرې پیسې وګټم.
خو دا هر څه هغه وخت امکان مومی چې تاسې په اوونۍ کښې لږ تر لږه نهه کسانو سره ووینئ او د خپل کار، شرکت او تولید په اړه ورسره خبرې وکړئ.
هغه څوک چې غواړی ډیر عاید ولری د هغه د پاره په اوونۍ کښې نهه کسانو سره لیدل او خبرې کول کوم ګران کار نه وی.
که چیرې تاسې د پلور یو غوره راغونډه وونکی هم وئ چې په نیټ ورک مارکټینګ داسې خلک تر ۳۰ سلنې لوړ نه دی نو په اوونۍ کښې د درې نوو مشتریانو په موندلو سره تاسې نه شئ کولئ لوړ عاید لرونکی ووسئ، البته زر خو بیخی نه.
په داسې حالت کښې تاسې دا وئیلی شی چې زه غواړم په راتلونکو اته کالو کښې د لوړ عاید لرونکی ووسم. دا شاید امکان ولری.
په خپلو خبرو کښې سازګار اووسه نو چې کله خبرې کوې هر څه به ستا د کړنو سره سازګار وی.