سرچینه: بزنس فار هوم
ژباړه: ستوری خان
ګډه بازار موندنه یا نیټورک مارکټینګ، چې د مولټي لېول مارکټینګ یا (MLM) په نوم هم پیژندل کیږي، یو کاروباري ماډل دی چې د توزیع کونکو یا استازو شبکه پکې شامله ده چې نه یوازې د خپل پلور له لارې عاید ترلاسه کوي بلکې د دوی د ټیم د غړو لخوا د ترسره شوي پلور له مخې هم ترلاسه کوي.
د نیټورک مارکټینګ ګټې یا مثبت ټکي:
۱ – ستاسې واک اختیار ستاسې په لاس کې وي. تاسې په دې کاروبار کې هیڅ آمر یا ریس نه لرئ.
د یو کاروبار د مالک په حیث، تاسې په نیټورک مارکټینګ کې هیڅ آمر یا ریس نه لرئ بلکې د خپل ځان ریس په خپله یاست. تاسې کولی شی چې تر ځان پوهه خلکو څخه مشورې ترلاسه کړئ لکه ستاسې د ټیم مشر یا د کمپنی اجرائبه ریسان، مګر دا چې تاسې باید څه وکړئ یا څه ډول خپل کاروبار پرمخ بوځئ دا پرېکړه ستاسې په اختیار کې ده. ستاسې د کړنو مسولیت او صلاحیت له تاسې سره دی.
اړینه خبره دا ده چې تاسې د کمپنۍ پالیسیانې او پروسې ولولی او ځان پرې وپوهوی. که تاسې غواړی چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره یو ټیم جوړ کړی نو مهرباني وکړئ د کمپنۍ لخوا وړاندې شوې لارښوونې مطالعه کړئ. د ځینو کمپنیانو د پاره د عادي خبره وي مګر ځینې نورې بیا په اړه جدي وي.
۲ – د پیل د پاره د کم لګښت اړتیا:
د سنتي کاروبار (چې لسګونه زره ډالر غواړي) په پرتله د نیټورک مارکټینګ په ځینې کمپنیانو کې د کاروبار پیلولو د پاره د ډیر کم لګښت یا پانګونې (سل دوه سوه ډالرو) ته اړتیا وي. دا د هغه خلکو د پاره یو غوره فرصت دی چې د سنتي کاروبار پیلولو د بودیجه نه لري.
۳ – د انعطاف شتون:
نیټورک مارکټینګ افرادو ته اجازه ورکوي چې د خپل مهالویش او خپل کور یا بل هر ځای څخه چې غواړي خپل کاروبار ته دوام ورکړي. دا انعطاف د هغو خلکو د پاره ډیر غوره وي څوک چې غواړي په اضافي وخت کې یو کاروبار مخته بوځي او یا د اضافي عاید په لټه کې وي. لکه څنګه چې یو کاروبار رامنځته کول (که هر ډول کاروبار وي) توجه او عمل ته اړتیا لري همداسې نیټورک مارکټینګ هم توجه او عمل ته اړتیا لري.
۴ – د محصولاتو لوی لست یا تولید ته نه اړتیا:
توزیع کوونکي په بنیادي ډول اړتیا نه لري چې د تولیداتو د جوړولو او د لست د مدیریت کولو په اړه تشویش ولري. کمپنی په خپله د محصولاتو د پراختیا، تولید او توزیع چارې پرمخ بیایي.
۵ – ښوونه روزنه او ملاتړ:
د نیټورک مارکټینګ معتبرې کمپنیانې اکثراً خپلو توزیع کوونکو د پاره د ښوونې روزنې او ملاتړ یا همکارۍ امکانات برابروي. په دغه امکاناتو کې د پلور ترسره کولو په اړه، د محصولاتو په اړه پوهاوی او همدا رنګه د دغه کاروبار د مهارتونو زده کولو په اړه روزنیز سیمنارونه شامل وي چې د شخصي او کاروباري ودې د پاره خورا ارزښتناک وي.
۶ – د لامحدوده عاید امکانات یا بالقوه:
د نیټورک مارکټینګ د تادیې پلانونه اکثراً د لامحدوده عاید ترلاسه کولو فرصت وړاندې کوي. څنګه چې توزیع کوونکي خپل نیټورک پراخوي یا لویوي ورسره د لامحدود عاید ترلاسه کولو چانس یې هم ډیریږي.
۷ – غیر فعال یا غیر مستقیم عاید:
د نیټورک مارکټینګ د جالبیت په دې کې دی چې یو کس کولی شي چې د ځان د پاره د غیرفعال یا غیرمستقیم عاید جریان رامنځته کړي. توزیع کوونکي کولی شي چې د خپل ټیم د غړو لخوا په ترسره شوي پلور هم د کمیشن په ډول عاید ترلاسه کړي که څه هم دوی په مستقیم ډول په دغه پلور ترسره کولو دخیل نه وي.
۸ – شخصي وده:
په نیټورک مارکټینګ کې د ښکیلتیا له لارې یو کس کولی شي چې د شخصي ودې او د مهارتونو د پراختیا فرصتونه هم ترلاسه کړي. اکثراً توزیع کوونکي د پلور، اړیکو، ټولنیزو مهارتونو، رهبرۍ، ذهنیت جوړونې او ګډ کار یا ټیم ورک په اړه زدکړې ترلاسه کوي.
۹ – ټولنه او اړیکې:
ډیری خلک د ټولنې او د ملګرتیا د احساس څخه خوند اخلي چې په نیټورک مارکټینګ کې د یو ټیم برخه کیدو څخه ترلاسه کیږي. د اړبکو جوړول او د نورو سره همکاري کول ددې کاروبار یوه غوره ځانګړتیا بلل کیږي.
۱۰ – نړیوال لاس رسی:
د ټیکنالوژۍ د پرمختګ او انلاین اړیکو له کبله، نیټورک مارکټینګ ددې فرصت برابروي چې په نړیواله کچه خپلو لیدونکو ته لاس رسی ومومو او توزیع کوونکو ته دا موقع برابروي چې بې سرحده توګه خپل نیټورک ته پراختیا ورکړي.
د نیټورک مارکټینګ منفي اړخونه:
۱ – په مثبت ذهنیت او شخصي پرمختګ پانګونه:
د نیټورک مارکټینګ ټول بریالي مشران په دې همغږي دي چې د مثبت ذهنیت درلودل یا جوړول د توزیع کوونکو د بریالیتوب لومړی دلیل دی. په نړۍ کې ډیر منفیات شتون لري. خلک به اکثر تاسې ته “نه” وایي. ځکه چې دوی د دغه کاروبار په ماډل نه پوهیږي. بیا هم په نړۍ کې د اته میلیارده انسانانو په شتون سره تاسې کولی شئ چې مشتریان او د ټیم غړي پیدا کړی. شخصي پرمختګ د مننې، خوشبینۍ، او پر ځان رحم کولو باندې تمرکز کولو سره مثبت ذهنیت هڅوي. دا ډول ذهني بدلون کولی شي فشار را کم کړي، اعصابي روغتیا پیاوړې کړي او په کاروبار او ژوند کې ډیره مثبته روحیه درکړي.
۲ – پر اړیکو ممکن فشار:
نیټورک مارکټران اکثراً دې ته هڅول کیږي چې لومړی خپلو دوستانو او د کورنۍ غړو سره د خپل محصول یا خدمت په اړه اړیکه ونیسي تر څو له دوی سره په دغه کاروبار کې ګډون وکړي او یا محصول تر وپېري. دې ته ګرم بازار یا warm market هم وئبل کیږي. دا کار ممکن د دوی په اړیکو او ارامښت باندې فشار راوړي. موجوده رشتو سره اړیکه نیول اسانه وي مګر بیا هم دا اختیار له تاسې سره دی چې څه ډول خپل کاروبار جوړول یا ودانول غواړی. که تاسې د خپل ګرم بازار سره په اړیکې نیولو کې د راحت احساس نه کوی نو د پاتې نړۍ سره د اړبکې نیولو د پاره ټولنیزې یا خواله رسنۍ یا نور لارې هم کارولی شی.
۳ – بازارموندنه او برانډینګ کول:
په نیټورک مارکټینګ کې د قوي برانډ شتون او د بازارموندنې ستراتیژي رامینځته کول د ګډې بازارموندنې لومړیتوب دی. تاسې په خپله یو برانډ یاست. په دې کې د ټولنیزو رسنیو کارول، او مشتریانو ته د رسیدو او اړیکو جوړولو لپاره په اغیزمنه اړیکو کې ښکیلتیا شامله ده.
۴ – د مشتریانو تجربه:
د پیرودونکو د پاره د غیر معمولي خدماتو چمتو کول، د پیرودونکو مثبته تجربه تضمین کول او د پیرودونکو ساتل د برانډ د وفادارۍ لپاره حیاتي موضوع ده. د پیرودونکو سره په قوي اړیکو رامینځته کولو باندې تمرکز وکړئ او د دوی اړتیاو او اندیښنو ته په سمدستي توګه ځواب ورکړئ.
۵ – د ټیم رهبري یا مشري کول:
لکه څنګه چې تاسې نوي مهارتونه او پوهه ترلاسه کوئ، ستاسې په ځان باور په طبیعي توګه وده کوي. دغه نوی باور د نیټورک مارکټینګ د کاروبار نه نیولې تر شخصي اړیکو، ستاسې د ژوند په بیلا بیلو اړخونو مثبت آغیز کول شي. د ماهر او انګېزه لرونکي ټیم جوړول د بریا ترلاسه کولو کیلي ده. په ندرت سره به یو څوک رهبر زیږیدلی وي. تاسې باید خپلو مهارتونو ته وده ورکړئ او دا وخت ته اړتیا لري یا وخت نیسي.
۶ – بې صبري یا بې حوصله توب:
په دې کې د انتظار نه کولو د لیوالتیا نشتوالی، د سمدستي پایلو هیله، او د ځنډ یا ناڅرګندتیا زغملو وړتیا نه درلودل شامل دي. په سلو کې ۹۵ لوړ عاید لرونکي نیټورکرانو کلونه وخت لګولی تر څو په نیټورک مارکټینګ کې یو بریالی کاروبار رامنځته کړي. ځینو که څه هم دغه کار د څو میاشتو په موده کې کړی مګر د پیل اخیستو، انګېزې، ټولنیزو مهارتونو او کړنو ته په لیدو دا کاروبار تر ۵ کالو وخت نیسي تر څو بریا ته ورسیږئ.
دا د حوصلې، صبر او دوام ورکولو کاروبار دی.
۷ – له یو فرصت نه بل ته ټوپونه وهل:
اوس تاسې په ګډې بازارموندنې یا نیټورک مارکټینګ کې فعاله یاست نو تاسې ته به د نورو خلکو لخوا داسې پیغامونه حتماً راځي یا راشي. “زما کمپنۍ ستاسې څخه غوره ده”. مګر غوره دا ده ې په خپل شرکت کې پاتې شئ، په MLM کې نږدې ټول لوړ عاید لرونکي د ورته شرکت سره د ډیرو کلونو لپاره کار کوي. له یو فرصت څخه بل فرصت ته ټوپونه وهل د ډیر اعتبار او لویې هڅې په بیه تمامیږي.