لیک – رابرټ کیوساکي
ژباړه – ستوری خان
مهمه نه ده چې تاسې څومره پیسې ګټئ، د ریښتینې مالي خپلواکۍ د پاره تاسې باید خپل ذهنیت بدل کړئ.
ډیرې وخت اورم چې ځینې خلک وایي “که ما یوازې یو میلیون ډالر درلودلی نو زه به له مالي پلوه خپلواک وی” یا “که ما لوړ معاش درلودلی نو زما ټولې ستونزې به حل وی”.
ددې ډول بیانونو ستونزه دا ده چې دوی فکر کوي چې ډیرې پیسې درلودل هغه څه دي چې دوی مالي استقلال ته رهبري کوي. خو داسې نه ده. په حقیقت کې تاسې کولی شئ ښې ډیرې پیسې ولرئ مګر بیا هم غریب یا بې وزله واوسئ. تاسې ممکن ښې ډیرې پیسې ولرئ مګر بیا هم خپلواکي یا مالي آزادي ونه لرئ.
که ډیرو مشهورو خلکو ته فکر وکړئ لکه مېک ماهون او نیکولا مورپې، دوی هر یو میلیونونه ډالر سرمایه درلوده مګر ټوله یې له لاسه یې ورکړه. نیکولا مورپې د طلاق اخیستو پر وخت له خپل خاوند څخه ۱۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړل مګر هغې دغه ټولې پیسې په څلور کاله کې دننه له لاسه ورکړې. او همدا رنګ ایډ مېک موهان په بې وزلی کې په خپل کور کې د اووه لکه اووه څلویښت زره ډالره پور سره ساه ورکړه.
دا یوازې د بډایه خلکو ستونزه نه ده. مونږ هم ډیری وختونه فکر کوو چې یو ټاکلې اندازه پیسې به مونږ مالي آزادي ته ورسوي، مګر مونږ ډیری وختونه په دې اړه غلط یو چې مونږ څومره پیسو ته اړتیا لرو.
د یوې څیړنې له مخې د امریکا ۲۷ سلنه وګړي په دې باور دي چې که دوی یو میلیون ډالر ولري نو دا په دې مانا چې دوی مالي استقلال لري او په خوندي ډول تقاعد ترلاسه کولی شي. مګر اصل ستونزه دا ده چې په ډیری ځایونو کې یو میلیون ډالر یوازې یو یا دوه لسیزې دوام کوي چې ژوند پرې وکړئ او د هووای په څېر ایالت کې پرې یوازې یوولس کاله ژوند کولی شئ.
پرته له دې چې په دې وپوهیږي چې څنګه دغه یو میلیون ډالر په کار واچوي، ډیری خلک له تقاعد وړاندې د بې وزلی سره مخ کیږي او ساه ورکوي.
ډیری خلک مالي استقلال څه ډول تعریفوي؟
د ډیری خلکو د تعریف له مخې د مالي استقلال مانا دا ده چې له تقاعد مخکې کافي پیسې ولري. دوی ټول عمر سخت کار او خواري کوي او سپما کړې پیسې په بانکونو کې ساتي او لکه څنګه مې چې پاس ووئیل هیله یې دا وي چې دوی به د تقاعد نه مخکې یو میلیون یا هر څومره چې د دوی په ذهن کې وي ولري. ډیری وختونه، ددې لپاره چې دوی د سپما او پانګونې څخه هیڅ ډول ثابت عاید نه لري نو د دوی د مشاورینو لخوا دوی ته مشوره ورکول کیږي چې له تقاعد وروسته باید په خپلو مصارفو کې کمښت راولي او د خپلو هیلو څخه ټیټ ژوند وکړي.
دوی ټول عمر ددې د پاره خواري او زحمت کاږي تر څو په هغه عمر کې چې دوی غواړي د خپلې مزدوری میوه ترلاسه کړي، مجبور شي چې د خپل ژوند معیار را ټیټ کړي او دا زما د پاره هیڅ مانا نه لري نو ځکه دا مالي استقلال نه ګڼل کیږي.
د مالي استقلال ریښتینی تعریف څه ډول کیدای شي؟
حقیقت دا دی چې د مالي خپلواکۍ یا مالي استقلال مانا دا نه ده چې تاسې څومره پیسې لرئ؟ بلکې دا ستاسې ذهني بدلون دی.
زما شتمن پلار به وئیل “ د پیسو دوه ډوله ستونزې شتون لري، یعنې کافي پیسې نه درلودل او یا بیخي ډیرې پیسې درلودل. تاسې د پیسو کوم ډول ستونزه غواړئ؟”
د financial independence او financial freedom تر منځ توپیر:
د financial independence او financial freedom تر منځ یو توپیر شتون لري چې ما په دې اړه هم په تېر نیږدې وخت کې یوه مقاله لیکلې ده.
د financial independence په اړه درې ګامیزه فورموله په لاندې ډول ده.
۱ – زه داسې شتمنۍ (شیان) اخلم او یا جوړوم چې ماته روان عاید راکړي.
۲ – زما د شتمنیو څه ترلاسه کیدونکی عاید زما د اخراجاتو د پاره تادیه کوي.
۳ – کله چې زما د شتمنیو عاید زما د میاشتني مصارفو څخه ډیر یا ورسره برابر وي نو مانا دا چې زه له مالي پلوه خپلواک یم ځکه چې زما شتمني ماته روان عاید راکوي او زما د پاره کار کوي.
په داسې حال کې چې دا تاسې ته مالي خپلواکي درکوي مګر تاسې تل آزاد نه یی که تاسې خپل ذهنیت بدل نه کړئ یا بیرته هغه په ویره ولاړ ذهنیت ته وګرځئ. تاسې کولی شئ چې په ډیره آسانۍ سره خپلې پیسې یا خپله پانګونه وبایلئ یا داسې بدې پرېکړې وکړئ چې ستاسې روان عاید زیانمن کړي. شاید تر دې بدتره یې دا وي چې سره د عاید او ډیرو پیسو لا پسې بدبخته شئ. دې ته مالي استقلال نه بلکې د پیسو له مخې کنترول کیدل وایي.
هغه څه چې په یاد لرل یې خورا اړین دي دا دي چې پیسه یوه نقطه نه ده بلکې دا هغه څه دي چې تاسې ته اجازه درکوي چې هر هغه څه وکړئ چې تاسې یې غواړئ ویې کړئ او هغه څه واوسئ چې تاسې یې غواړئ واوسئ. پیسې د هغه څه د ترلاسه کولو د پاره یوازې یوه وسیله ده چې تاسې ته ریښتینې خوښي درکوي. دې ته مالي استقلال وایي.
مالي استقلال تر پیسو درلودلو ډیر څه دي. دا د هغه څه آزادي درلودل دي چې تاسې غواړئ واوسئ او یا یې وکړئ.
که تاسې غواړئ چې له مالي پلوه خپلواک واوسئ نو تاسې اړ یاست چې له هغه څه چې نن ورځ یاست متفاوت واوسئ او هغه څه پرېږدئ چې تاسې یې په تېر وخت کې شاته ساتلي یاست. دا د ودې، پرمختګ، روحاني او احساساتي ځواک ترلاسه کولو یوه پروسه ده تر څو تر هغه حده چې ممکن وي پیاوړي او خوښ واوسئ. دا د مالي آزادۍ ریښتینی امتیاز دی.