لیک – ایریک وورې
ژباړه – ستوری خان
۱ – ویریږی مه!
ویره یوازې یو خیال دی. دا تاسې له بریا را ګرځوي.
۲ – خلکو سره خبرې وکړی!
که تاسې اړیکې نه جوړوی او د خلکو سره خبرې نه کوی نو ستاسې کاروبار به هیڅکله وده ونه کړي.
۳ – د هو وئیل زده کړی!
مهمه نه ده که هر څه وي، هیڅکله یو فرصت ته نه مه وایی. تاسې هیڅکله نه پوهیږی چې کله او کومه موقع له لاسه ورکوی.
۴ – د دندې له ذهنیت نه لرې ګرځی!
د ژوند په هر اړخ کې د یو کار پنځوونکي په څېر فکر وکړی.
۵ – د ډوپلیکیشن یا غبرګولو مهارت مو قوي کړی!
دا اصلي کیلي ده. دا به تاسې ته استقلال در بخښي. دا هغه لاره ده چې دوامداره عاید جوړوي. ما په خپل ټیم کې داسې کسان درلودل چې د وخت د توپیر له کبله به دوی هغه وخت په کار بوخت ول چې زه به ویده وم.
د ډوپلیکیشن ځواک ته مو پام دی.
۶ – خپل وخت مو منظم او ډیر کړی!
هر فعالیت چې تاسې یې ترسره کوی باید د پیسو ګټلو فعالیت وي. که داسې نه وي نو بل څوک ورته وګماری د بیلګې په توګه د باغچې پاکولو کار ته. د خپل وخت او مهارت تمرکز په هغه څه وکړی چې ډیرې پیسې درته ګټي.
۷ – فکر، عمل او ارزیابي کوی.
دغه مفکورې نه کار واخلی. که یو څه کار نه ورکوي نو سم یې کړی. داسې یوه لاره ومومۍ چې غوره پایلې ترې ترلاسه کړی. له همدې کبله دغه ستراتیژي درلودل او په کار اچول نتیجه ورکوي.
۸ – د ستونزو حل کول زده کړی!
که ستاسې هدف روښانه وي نو ډیر خلک به ستاسې په فرصت کې ګډون وکړي او ستاسې عاید به هم زیات شي. تاسې باید ستونزه حل کوونکی واوسی.
۹ – د کاروبار د پاره د ټولنیزو رسنیو سم کارول.
خلک مه سپم (Spam)کوی. ټولنیزې رسنۍ د نوم یا برانډ جوړونې په موخه وکاروی. دا خپل ځان او خپل کاروبار ته د خلکو متوجه کولو د پاره وکاروی. که ددې سم کارول زده کړی نو دوی به ستاسې په کاروبار کې ګډون وکړي.