ستاسې د ټیم د غونډو د ښه کولو لپاره ۷ لارښوونې:
• هر وخت د غونډې ملکیت بدل کړئ.
• مخکې له مخکې زدکړه وکړئ.
• په پایلو تمرکز وکړئ، نه په وخت
• د غونډې د اجنډا توکي وټاکئ.
• تاکتیک د پراختیا سره ګډ کړئ.
• د نورو ارګانونو څخه خلک راوبلئ.
• تجربه ترلاسه کړئ.
د ټیم ډیری ناستې د وخت ضایع کول وي.
که تاسې د ټیم مشري کوئ، دلته ستاسې د غونډو د څنګه ښه کولو په اړه بحث کوو.
د ټیم ناستې د کاري ژوند یوه برخه ده.
نو په غوره توګه یې ترسره کول خورا ارزښتناک دي.
که په غوره توګه ترسره نشي نو:
• د تمرکز نشتوالی رامنځته کوي.
• د جوړښت یا ساختار نشتوالی رامنځته کوي.
• او وخت ضایع کوي.
ما ډیری غونډې په ښه توګه او هم په بده توګه ترسره کړي دي.
دلته د دوی په ښه کولو کې د مرستې لپاره ۷ لارښوونې درته وړاندې کوم:
۱. د غونډې ملکیت بدل کړئ:
مشر تل رهبري ته اړتیا نلري.
نو د هرې غونډې د پاره نوی کس وټاکئ چې غوڼده ترسره کړي.
ګټې به یې دا وي چې:
• دا ناسته یا غونډه تازه ساتي.
• ستاسې د ټیم سره د نوو مهارتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
• نوي نظرونه او غږونه هڅوي.
• ښکیلتیا او ملکیت رامنځته کوي.
ددې سره د ټیم ناستې سمدلاسه ښې بلکې غوره کیږي.
۲. مخکې له مخکې زدکړه وکړئ:
د ناستې یا غونډې ډیر وخت د غونډې اړه په ښوونه مصرفیږي چې دا کار باید دمخه په لیکلو کې ترسره شي.
۲۴ ساعته مخکې یو بریښنالیک یا لیکلي پیغام ته اړتیا لرئ چې لاندې موضوعاتو ته باید پوښښ ورکړي:
• موضوع.
• شرایط.
• ولې په دې اړه بحث کیږي.
• د بحث مطلوبه پایله به څه وي.
دا کولی شي د ناستې یا غونډې وخت تر نیمایي راکم کړي.
۳. په پایلو تمرکز وکړئ، نه په وخت:
د غونډې اجنډا اکثرا په وخت تمرکز کوي.
مثلاً:
• د بازار موندنې په اړه بحث (۱۵ دقیقې)
• د نوي محصول بیاکتنه (۳۰ دقیقې)
مګر پرځای یې، د دوی په پایلو تمرکز وکړئ.
• د راتلونکي په اړه پریکړه.
کله چې پایلې ترلاسه شي، غونډه پای ته ورسوئ.
۴. د غونډې د اجنډا توکي:
مختلف موضوعات مختلف سرلیکونو ته اړتیا لري.
دا د موضوعاتو د بسته بندي لپاره ګټور کیدی شي.
لکه:
• د “لومړیتوب” د پریکړو سره یې پیل کړئ.
• دا هغه توکي دي چې په چټکۍ سره باید حل شي.
• دا چټک مثبت حرکت رامنځته کوي
بیا د اجنډا ژورو توکو یا تشریحاتو ته لاړشئ.
۵. تاکتیک د پراختیا سره ګډ کړئ:
د ټیم ناستې د پرمختګ لپاره خورا ښې دي.
زما د خوښې نظر:
• په میاشت کې یوه ناسته پرمختګ ته وقف کړئ
• د ټیم غړی راوغواړئ ترڅو خپل غوره مهارتونه نورو ته ور زده کړي.
• ددې سره ټیم نوي مهارتونه زده کوي.
• ښوونکی باید خپلې پیاوړتیاوې یا د ځواک نقطې نورو سره شریکې کړي.
دا د ټولو د پاره ګټور تمامیږي.
۶. د نورو ارګانونو نه خلک راوبولی:
د نورو ارګانونو څخه خلکو ته بلنه ورکړئ.
دوی ته د معلوماتو وړاندې کولو لپاره ۳۰ دقیقې وخت ورکړئ.
نوټ:
مګر دلته مو یو ټکي ته پام وي چې دا شپږم ټکی یوازې سنتي کاروبارونو کې کارول کیږي.
ګټې:
• ناسته تازه ساتي.
• ستاسې ټیم با خبره ساتي.
• د کلیدي اړیکو په جوړولو کې مرسته کوي.
• نور پرمختګ ته وده ورکوي.
۷. تجربه
د پلټنې یا آډېت غونډه لږترلږه په هرو درې میاشتو کې یو ځل راوبولی. بیا د ټیم فیډبیک یا نظر ترې وغواړئ.
یو څو اهرم (Lever) چې تاسو یې تنظیم کولی شئ:
• همغږی د پاره – د څو لنډو ناستو هڅه وکړئ.
• موده – د ناستې د پاره د وخت د مختلف اوږدوالي (دورانیې) هڅه وکړئ.
• بڼه – د ناستې د مختلفو سټایلونه هڅه وکړئ.
یوازې په دې هم بسنه مه کوئ. په دوامداره توګه د اصلاح کولو هڅه وکړئ.
دغه اووه ټکي به له تاسې سره مرسته وکړي چې تاسې خپلې غونډې په منظم شکل او ګټور انداز ترتیت او تنظیم کړی.
⁃ ستوری خان
1 Comment
ډیرې ګټورې سپارښتنې مو پکې لیلکې. هره یوه یې د ډیر تحلیل وړ ده.
ستوری صاحب کور دې ودان، غله دې ډیره شه