ستوری خان
۱ – خپلې پیسې مدیریت کړئ:
ډیری خلک ددې وړتیا لري چې پیسې پیدا کړي مګر د هر چا دا نه وي زده چې څنګه یې په سم ډول مدیریت کړي.
مالي ذکاوت یا مالي پوهه د شتمنیو او مصارفو تر منځ په توپیر پوهیدلو سره پیلیږي. تاسې باید په دې ځان ډاډه کړئ چې تر مصارفو مو عاید زیات دی او دا هغه څه دي چې تاسې شتمن کولی شي.
۲ – لومړی خپل ځان ته تادیه وکړئ:
ډیری خلک پیسې وګټي او د بیلونو په پرې کولو یې ختمې کړي. شتمن خلک تل لومړی خپل ځان ته تادیه کوي.
یعنې هڅه وکړئ چې په زدکړو، کتابونو او تجاربو پانګونه وکړئ.
۳ – سپما او پانګونه دوه جلا شیان دي:
سپما ته د یو اړین او ښه عادت په سترګه کتل کیږي. مګر ددې پر ځای تاسې اړ یی چې د خپلو پیسو پانګونه په داسې ځای کې وکړئ له کوم ځایه چې تاسې د انفلاسیون په پرتله ډیره ګټه ترلاسه کوئ.
د پیسو سپما کول او ساتل ددې د پلور ځواک د انفلاسیون له کبله کموي مګر پانګونه ستاسې د پیسو دغه ارزښت لوړوي.
۴ – د مالیاتو په سیستم ځان وپوهوئ:
که چیرې تاسې شتمن یاست مګر د مالیاتو په سیستم نه پوهیږئ نو ستاسې ډیرې پیسې به په مالیاتو کې لاړې شي. تاسې اړتیا لرئ چې په بیلا بیلو برخو کې لکه حسابداري، پانګونه، د بازار قوت او د کاروبار قانون کې مالي ذکاوت یا پوهه ولرئ.
۵ – د عاید په یوې سرچینې تکیه مه کوئ:
ډیری خلک د عاید په یوې سرچینې لکه تنخوا تکیه کوي. که تاسې له دغې ډلې یاست نو تاسې به هیڅ وخت شتمن نشئ. تاسې باید د عاید دوه یا درې سرچینې ولرئ له کوم ځایه چې تاسې کولی شئ پیسې ترلاسه کړئ.
که چیرې تاسې د عاید څو سرچینې ولرئ نو تاسې به د مالي بحران په وخت کې هم په یو غوره حالت کې پاتې شئ.
۶ – تاسې په خطر منلو سره ځیرک کیږئ:
تر هغې چې خطر ونه منئ تاسې وده نشی کولی، هغه وده چې تاسې د پرمختګ په لور بیولی شي. تاسې ته پکار ده چې د ځینو فرصتونو د ترلاسه کولو د پاره خطر ومنئ ځکه چې دا ممکن ستاسې د ژوند د بدلولو یوه نه باور کوونکې بالقوه یا پوتیانسیل ولري.
۷ – هر څوک مالي زدکړو ته اړتیا لري:
ذهین خلک ستونزې حل کوي او له دې لارې پیسې پیدا کوي مګر پرته له مالي پوهې درلودلو، ترلاسه شوې پیسې هغه پیسې وي چې ډیر زر بیرته ځي.
په نړۍ کې د ښوونیز سیستم خواشینوونکې برخه دا ده چې دا مونږ ته د پیسو د پاره کار کول را زده کوي. دا سیستم هیڅ وخت مونږ ته دا نه را زده کوي چې څنګه پیسې پیدا، مدیریت کړو او ویې ساتو.
تاسې باید دا زده کړئ چې څنګه شتمني یا پیسې پیدا کړئ او د مالي آزادی د ترلاسه کولو د پاره باید یو منظم پلان ولرئ.
۸ – ذهنیت هرڅه دي:
غریب پلار به هر وخت وئیل، “دا زمونږ په وس کې نه ده.” او شتمن پلار به بیا دا ورښودل چې ددې پر ځای باید داسې ووائې چې “څنګه ددې وس موندلی شو.”
له دغې لارې تاسې باید خپل منفي ذهن یا رویه په مثبت ذهنیت بدله کړئ او تاسې به یقیناً د خپلو موخو د ترلاسه کولو د پاره لارې ومومئ.
ستاسې چلند او ذهنیت خورا ډیر مهم دی.
لومړی او تقریباً د هر څه د پاره تر ټولو مهم شی دا دی چې تاسې باید په خپل ځان باور ولرئ.
۹ – د داسې خلکو سره ملګري شئ چې له تاسې هوښیار وي:
یوه ډیره مشهوره محاوره ده چې، “که په یوه کوټه کې تاسې تر ټولو هوښیار کس یاست نو پوئ شئ چې په غلطه کوټه کې ناست یاست.”
که غواړئ چې هوښیار او ځیرک واوسئ نو له ځان نه هوښیارو او ځیرکو خلکو تر څنګ واوسئ.
۱۰ – احساسات مو کنترول ساتئ:
وضعیت یواځې هغه وخت لا پسې خرابیږي چې کله تاسې د خپلو احساساتو د کنترولو وړتیا ونه لرئ.
دا خبره په شخصي او کاروباري دواړو حالاتو کې صدق کوي. تاسې باید خپل احساساتي توازون ساتل زده کړئ او د خپلو مالي اهدافو په ترلاسه کولو تمرکز وکړئ.