لیک – ستوری خان
په پیل کې زه هم په د بازارموندنې او خرڅلاو په دې کاروبار کې ډاریدم.
د وخت په تیریدو سره په کې ښه شوم او ددې د پاره ما یو ساده چوکاټ وموند.
دې چوکاټ زما سره خورا مرسته وکړه، نو ما فکر کاوه چې زه یې له تاسې سره شریک کړم.
زه هیله لرم چې تاسې به هم دا ارزښتناکه ومومئ:
زه دې ته د C.L.O.S.E.R چوکاټ وایم.
دا یو دقیق جریان دی چې ما په خپلو پورټ فولیو یا انلاین کاروبارونو کې د پلور ټیمونو د جوړولو لپاره کارولی.
دا د یو درې لارې په څېر تعقیب کړئ.
که تاسې په دې ګې ذکر شوي ګامونه پریږدئ، دا به کار ونکړي.
په C.L.O.S.E.R کې دغه ټکي موجود دي چې هر ټکی یې یو مانا او هدف لري.
د C مانا Clarify ده یعنې دا باید درته روښانه وي چې مشتري ولې شتون لري.
تاسې اړتیا لرئ ترڅو دا په ګوته کړئ چې دوی څه ډول مرستې ته اړتیا لري.
په دې نه پوهیدل مانا نه پلورل.
د L مانا Label دی یعنې د مشتري ستونزه پیدا یا په نښه کړئ.
دوی له څه سره مبارزه کوي؟
هغه څه دي چې د دوی د پاره کار نه کوي؟
بیا دا تایید کړئ چې تاسې له دوی سره په ورته حالت کې یاست.
د دښمن د پیژندلو پرته، تاسې نشئ کولی جګړه وګټئ.
د O مانا Overview ده یعنې د مشتري درد ته کتنه وکړئ.
پوښتنه وکړئ چې دوی په تیرو وختونو کې څه کړي دي.
تشخیص یې کړئ چې ولې دا د دوی د پاره کار نه کوي.
دا کار تر هغه وکړئ چې تاسې د دوی له ټولو ناکامیو ښه خبر شئ.
دا په اوتومات ډول تاسې ته د یو منطقي حل په توګه موقعیت درکوي.
د S مانا Sell ده یعنې په خپل مشتري د وخت آزادي یا په بله مانا رخصتۍ وپلورئ.
درې غوره شیان وپیژنئ چې مرسته درسره وکړي.
دا ورته تشریح کړئ چې ولې دا هر یو د دوی د بریالیتوب لپاره مهم دی.
ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی پوهیږي چې ولې هر بدلون اړین دی.
دا د دوی سره مرسته کوي ترڅو پوه شي چې څنګه تاسې واقعیا پایلې ترلاسه کوئ.
د E مانا Explain ده یعنې د مشتري اندیښنې تشریح کړئ.
په دریو اصلي اعتراضونو بریالي شئ.
د شرایطو ملامتول (وخت، پیسې، تتاسب)
د نورو تورنول (میړه، شریک، ماشومان، کارمندان)
خپل ځان ملامتول (د پریکړې څخه ډډه کول، د تیر وخت اوسني وخت سره تړل)
نو کله چې خلک په تاسې باور وکړي یا ولري، په دې باور ولري چې ستاسې محصول به د دوی ستونزه هغه ډول حل کړي چې څنګه یې دوی حل کول غواړي او د پیل کولو لپاره پیسو ته لاسرسی ولرئ.
نو دوی به د پیرودلو لپاره د پریکړې معیارونه هم ولري.
د R مانا Reinforce ده یعنې د مشتري پریکړې پیاوړي کول.
یوځل چې دوی تادیه وکړي یعنې پیر ترسره کړي، تاسې اړتیا لرئ چې د پیرودونکي د پښیمانۍ مخه ونیسئ.
دوی ته ښه احساس ورکړئ ترڅو دوی خپل پیرودل بیا بیا تایید کړي.
د بیلګې په توګه: مشتري ته شخصي ویډیوګانې یا په لاس لیکل شوي کارتونه لیږل، د تمې سره سم وخت په وخت اړیکه نیول او داسې نور کارونه ترسره کړئ.
کله چې تاسې خلکو ته د پیرودلو لپاره امتیاز ورکوئ، دوی به د تاسې سره د پاتې کیدو له مخې ځواب درکوي.