پلور داسې یو مسلک دی چیرې چې تاسې د کار د پاره نه بلکې د پلور ترسره کولو د پاره پیسې ترلاسه کوئ. او په پلور کې د ماهر کیدو د پاره لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ.
۱ – ډیرې او غوره پوښتنې وکړئ:
د خلکو نه خوښیږي چې یو څه پرې وپلورل شي.
د دوی خوښیږي داسې احساس وکړي چې دوی په خپله خوښه او سمه پرېکړه کوي. ستاسې د سمو پوښتنو کولو وړتیا ددې پرېکړه کوي چې دوی ددې وړتیا پیدا کړي چې وګوري چې څنګه ستاسې وړاندیز د دوی ستونزې حل کولی شي.
۲– اړمن مه اوسیږئ:
په پایلو پورې ځان مه تړئ.
تاسې باید پلور کول وغواړئ مګر که تاسې پلور ونه کړی شئ نو دا باید پر تاسې آغیز ونه کړي.
غلط ذهنیت – “زه اړتیا لرم چې پلور ترسره کړم.”
سم ذهنیت – “زه به وګورم چې څنګه ددغه کس
۳ – خپلې لهجې ته پام وکړئ:
دا چې څنګه تاسې یو څه وایئ همدومره مهم دي لکه هغه څه چې تاسې یې وایئ. په خبرو کې سمه لهجه کارول خورا اړینه وي. په خبرو کې خواخوږي، احساسات او د پوهیدو لېوالتیا ښکاره کړئ.
۴ – ستونزه حل کوونکی واوسئ:
اندازه ولګوئ چې څه به پیښ شي کله چې تاسې د خلکو سره مرسته وکړئ ترڅو دوی خپلې ریښتینې ستونزې ومومي یا وپیژني؟ دوی تاسې ته د واکمن په سترګه ګوري.
او اندازه ولګوئ چې څه به پیښ شي کله چې تاسې دوی ته ور وښایی چې دغه ستونزې څنګه پر دوی آغیز کولی شي؟ دوی به ستاسې حل لاره پیرودل وغواړي.
۵ – ډیر غوږ ونیسئ:
هیڅوک نه غواړي چې یو څه پرې وپلورل شي.
مګر هر څوک غواړي چې داسې احساس وکړي چې دوی اوریدل کیږي او د دوی په خبرو ځان پوهول کیږي. سمې پوښتنې وکړئ او بیا یوازې غوږ ورته ونیسئ چې دوی څه درته وایي. د هغه څه په اړه اشارې چې دوی یې غواړي د دوی په خبرو کې وي.
۶ – خپل توقعات لرې کړئ:
داسې ډیر څه شتون لري چې تاسې نور پرې قانع کړئ. هر تعامل به ستاسې په خوښه نه وي نو د پایلو په اړه خپله توقع ټیټه یا کمه وساتئ.
۷ – خلک د پرېکړو د پاره مه مجبوروئ:
د پرېکړې کولو د پاره د خلکو مجبورول د هڅولو ضد عمل دی.
د غلط ترسره کولو بیلګه: آیا تاسې د ماستر کارت سره پیسې ادا کول غواړئ که د نغدو پیسو سره؟
د سم ترسره کولو بیلګه: آیا تاسې فکر کوئ چې دا به (ستونزه) د پاره یوه حل لاره وي؟