لیک – ستوری خان
وايي چې هغه خلک کولی شي یو څه در زده کړي چې دوی په خپله ورسره مبارزه کوي.
زما په قضیه کې دا خبره بیخي ریښتیا ده.
زه یو ځنډونکی یم.
او ځنډ واقعیا یوازې یوه ویره ده.
که مونږ ویره ونه لرو او وپوهیږو چې مونږ به مخ په وړاندې ځو او پرمختګ به کوو، نو مونږ به په هغه کار یقیناً اقدام وکړو.
مونږ باید دا ویره اداره کړو. او ددې د اداره کولو د پاره پوهاوی لومړی ګام دی.
مونږ اړتیا لرو چې دغه لومړی ګام پورته کړو ترڅو دا ویره ختمه کړو او د یو څه مثبت حرکت لامل شو.
ایا تاسې هم ځنډ کوونکی یاست؟
که داسې وي، نو دلته ځینې ګامونه دي چې ستاسې سره مرسته کوي تر څو له دغه ستونزې څخه خلاص شی.
۱. یو کار وکړئ.
نن ورځ د ترسره کولو لپاره د یو ساده، د ترسره کولو وړ شیانو لیست جوړ کړئ، بیا یې ترسره کړئ. اول تر ټولو اسانه کار وکړئ او یا تر ټولو سخت کار وکړئ. مهمه دا ده چې ترسره کول پیل کړئ.
۲. د هر کار د سرته رسولو پاره نیټه وټاکئ.
یو پلان جوړ کړئ، نړۍ ته ووایاست، دا پلان عملي کړئ. یوازې د وخت نیټه مه ټاکئ، دا اعلان کړئ ترڅو تاسې نورو خلکو ته حساب ورکوونکي واوسئ.
۳. د بشپړتیا غوښتونکي مه اوسئ.
د بشپړتیا ډیری غوښتونکي د عمل کولو څخه ډډه کوي. اقدام وکړئ، ترې زده یې کړئ، پرمختګ وکړئ او ښه شئ.
۴. خپل ذهن نه کار واخلئ.
تصور وکړئ چې ټول هغه خلک چې تاسې یې درناوی کوئ تاسې ګوري. ایا تاسې به بیا هم ځنډ کوئ؟ احتمالا چې نه. تاسې به وغواړئ چې دوی په دې سره متاثره کړئ چې تاسې څومره ګټور یاست.
۵ ګډوډ یې ترسره کړئ.
خپل ځان په نا آرامه حالت کې وساتئ او یوازې ورسره معامله وکړئ. په خپل مخ موسکا وساتئ، ووایاست چې تاسې نه پوهیږئ چې تاسې څه کوئ خو یوازې ویې کړئ.
۶. تمرکز وکړئ.
کله چې تاسې خپل ځان ګډوډ مومئ، نو دا ګډوډي ودروئ! هر څه روښانه کړئ او بیرته ګټور کار ته ورشئ او په هغه کار تمرکز وکړئ چې تاسې ورته اړتیا لرئ او په هم هغه ورځ یې ترسره کړئ.
۷. بریالیتوب سرعت (چټکتیا) خوښوي.
رغړیدل بند کړئ. حتی که تاسې ټوله ورځ یا ټوله اونۍ نه لرئ، یو ماښام وخت پیدا کړئ او څومره چې تاسې کولی شئ ترسره یې کړئ.
د ځنډ څخه خلاصیدل به تاسې ته حرکت درکړي او تاسې به خپلو هیلو، خوبونو او ارمانونو ته نږدې کړي.
نو ډیر فکر کول پریږدئ او عمل کول پیل کړئ!