ژباړه – ستوری خان
تاسې ممکن یوازې د رهبر (مشر) او رهبرۍ (مشرۍ) نومونه اوریدلي او فکر مو کړئ وي چې ټول مشران شاید یو ډول وي چې داسې نه ده.
د رهبرۍ بیلا بیل ډولونه شتون لري چې نن به په دغه لیکنه هر یو جلا جلا درته تشریح کړم.
۱. استبدادي رهبري:
د رهبرۍ په دې ډول کې مشران د نورو له نظره پرته پریکړې کوي. یوه ښه بیلګه به یې یو پوځي قومندان وي چې له سرتیرو سره له مشورې پرته امر کوي.
د رهبرۍ دې ډول ته استبدادي رهبري وئیل کیږي.
۲. دیموکراتیکه رهبري:
د رهبرۍ په دې ډول کې مشران هڅول کیږي چې په پرېکړه کې ګډون ولري او د ټیم غړو څخه معلومات ترلاسه کړي. د بیلګې په توګه، لکه یو مدیر چې د پریکړې کولو دمخه د خپل ټیم څخه معلومات راټولوي.
۳. آزاده (له لاس وهنې خالي) رهبري:
د رهبرۍ په دې ډول کې مشران د خپل ټیم غړو ته د پام وړ ازادي او خپلواکي ورکوي، دوی ته اجازه ورکوي چې خپلې پریکړې پخپله وکړي. یوه ښه بیلګه به یې یو تخلیقی لارښود وي چې هنرمندانو ته د ډیرې مداخلې پرته د ځان څرګندولو آزادي ورکوي.
۴. د بدلون وړ رهبري:
دا مشران د یو زړه راښکونکي لید او شخصي کرشمې له لارې خپل ټیمونه هڅوي او الهام وربخښي. یو د پام وړ مثال به یې د ایپل شریک بنسټ ایښودونکی سټیو جابز وي چې د نوښت هڅولو لپاره پیژندل شوی.
۵. انتقالي رهبري:
هغه رهبران چې دا سټایل کاروي په انعامونو او مجازاتو تمرکز کوي ترڅو د دوی ټیم غړي وهڅوي. یوه ښه بیلګه به یې د پلور مدیر وي چې د پلور ټیم ته د اهدافو پوره کولو لپاره هڅونې (امتیازات) چمتو کوي.
۶. خدمتګاره رهبري:
دا ډول مشران د خپل ټیم د غړو اړتیاو ته د خدمت کولو په برخه کې په رهبرۍ تمرکز او ټینګار کوي. یو ښه مثال به یې یو اجرایوي رییس وي چې په فعاله توګه د خپلو کارمندانو د ودې او پراختیا ملاتړ کوي.
۷. شخصیتي رهبري:
دا ډول مشران قوي کرشمه او نفوذ لري، کوم چې د دوی پیروان هڅوي او الهام ورکوي. یوه ښه بیلګه به یې مارټین لوتر کینګ جونیر وي، چې د خپلو پیاوړو ویناوو او لید له لارې د مدني حقونو غورځنګ یې رهبري کولو.
۸. بیوروکراټیک رهبري:
دا ډول مشران سخت قواعد، پالیسۍ او طرزالعملونه تعقیبوي، دا مشران د سازماني پروتوکولونو اطاعت یقیني کوي. یوه ښه بیلګه به یې یو دولتي چارواکی وي چې په خپله څانګه کې تاسیس شوي مقررات په کلکه تعقیبوي.
۹. ښوونیزه رهبري:
د مشرۍ په دې ډول کې هغه مشران شامل دي چې د دوی د ټیم غړو ته لارښوونه کوي او روزنه ور کوي ترڅو د دوی مهارتونو ته وده ورکړي تر څو د دوی سره د خپل ظرفیت ته په رسیدو کې مرسته وکړي. د مثال په توګه، د سپورت روزونکی چې ورزشکاران روزي او ملاتړ یې کوي ترڅو د دوی فعالیت نور هم لوړ کړي.
۱۰. د تطابق وړ رهبري:
د رهبرۍ دا ډول د پیچلو حالتونو په موندلو او د بدلون له لارې په رهبري کولو تمرکز کوي. یوه ښه بیلګه به یې یو اجرایوي رییس وي چې د لوی سازمان د جوړولو له لارې د شرکت رهبري کوي او د بازار نوو غوښتنو پوره کولو لپاره ستراتیژۍ تطبیق کوي.
په یاد ولرئ، مشران ممکن د وضعیت او د دوی د ټیم د اړتیاو پراساس د رهبرۍ د مختلفو ډولونو ترکیب غوره کړي.